د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په خپله نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۶،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې کړي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، غونډې ته د منظورۍ لپاره ۳۴ پروژې وړاندې شوې وې چې له ارزونې وروسته ۲۱ پروژې منظورې شوې او په ۱۲ نورو پروژو کې د اصلاحاتو او تعدیلاتو غوښتنه شوې ده.
د یوې بلې پروژې په تړاو هم ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې له ګټونکي شرکت سره د پروژې د بیې په اړه خبرې وکړي او پایله یې کمېسیون ته وړاندې کړي.
په دغو پروژو کې د کونړ د مناګي برېښنا بند بیارغونه، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو پېرودل، د هلمند د کادري روغتون جوړول او په شغنان، چک او قلعهذال ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول شامل دي.
همداراز، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش یو شمېر نورې پروژې هم د کمېسیون له لوري منظورې شوي دي.
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون وايي، د منظور شویو پروژو مالي لګښت د طالبانو د ادارې له بودجې ورکول کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








