TOOSnews
اعلان
د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو لخوا پر افغان ښځو باندې تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید تایید کړ.
افغانستانټوس نیوز

د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو لخوا پر افغان ښځو باندې تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید تایید کړ.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ورکړی چې د طالبانو چارواکو او ځواکونو د ښځو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې یوناما په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ۲۱ د جنسي تاوتریخوالي موارد مستند کړي،چې پکې ډله ایز جنسي تېري هم شامل دي.

د یوناما د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو او ځواکونو دا افغان ښځې او نجونې جنسي تېری یا ډله ایز جنسي تېری ته اړ کړې دي. ځینې یې بربنډې شوي او یا هم په زور واده شوي دي.

په راپور کې ټینګار شوی چې که څه هم اجباري واده منع دی، خو د طالبانو چارواکي پخپله د اجباري واده تر ټولو لوی لامل دي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو رژیم اعتراض کوونکې ښځې په خپل سر نیولي، شکنجه کړي، بد چلند یې ورسره کړی او جنسي تاوتریخوالی ورسره شوی دی.

د دې ټولو موندنو سره سره، ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې جنسي تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ښځو او نجونو حقونه تضمین کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو چارواکو د ښځو او نجونو پر وړاندې ځپونکي سیاستونو تعقیب کړي دي.

دا تاوتریخوالي په داسې حال کې شوي چې شدیدو بشري مرستو ته اړتیا او ډېری په بشپړ ډول بې سزا پاتې شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپور ورکوونکي هم ټینګار کړی چې ښځې او نجونې د طالبانو د جنسیتي پالیسیو په وړاندې د اعتراض یا ننګې له امله په زندانونو کې له شکنجې، بد چلند او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې اجباري واده منع اعلان شوی وه، خو د طالبانو چارواکي یې هم په ترسره کولو او هم په دوام ورکولو کې ښکېل دي.

د مرستندویه خدمتونو سخت محدودیتونه

د راپور په ۱۷ پراګراف کې راغلي چې د مخکښ مرستندویه خدمتونو وړاندې کوونکي لا هم مرستو ته دوام ورکوي، خو عمومي لاسرسی په جدي ډول کم شوی دی، چې عمده لامل یې د بودیجې کموالی او په بشري مرستندویه بنسټونو کې پر ښځینه کارکوونکو باندې سخت محدودیتونه دي.

د ۲۰۲۵ تر جولای پورې، له ۴۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي او سلګونه د جنسي تاوتریخوالي پر بنسټ خدماتي مرکزونه غیر فعال شوي دي. د طالبانو چارواکو د ملګرو ملتونو ودانۍ ته د افغان ښځینه کارکوونکو د دننه کېدو مخه نیولې ده.

د عدالت او ځواب ویلو نشتوالی

راپور د ښکاره قانوني چوکاټ نشتوالي ته اشاره کوي چې ښځې ورته عدالت ته لاسرسی ولري. د جنسي تاوتریخوالي شکایتونه عموماً نارینه چارواکي څېړي.

د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې، د بشري حقوقو شورا په افغانستان کې یو خپلواک څېړنیز میکانیزم جوړ کړ چې د نړیوالو جنایتونو او جدي بشري حقوقو سرغړونو شواهد یې راټول او تحلیل کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي سپارښتنې

د راپور په ۱۹ پراګراف کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو څخه غوښتي چې ټول جنسي تاوتریخوالي سمدستي ودروي.

هغه ټینګار کړی چې ټول هغه قوانین، پالیسۍ او کړنې چې د ښځو او نجونو بنسټي حقونه او ازادي محددوي، لغوه دې شي.

سرمنشي له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو او د امنیت شورا له پرېکړو سره، په ځانګړي ډول له ۲۶۸۱ (۲۰۲۳)پرېکړې سره په بشپړ ډول مطابقت وکړي او په ملګرو ملتونو او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو کې د افغان ښځو د کار بنديز هم لري کړي.

تر اوسه طالبانو د ملګرو ملتونو دې راپور ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. پخوا هم د طالبانو ځواکونو لخوا پر افغان ښځو د جنسي تاوتریخوالي ډیر تورونه لګیدلي وو.

دا راپور د یوه لوی سند برخه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې په نړیواله کچه د جګړې سره تړلي جنسي تاوتریخوالي شدید زیاتوالی یې ثبت کړی دی.

د افغانستان وضعیت د بنسټي جنسیتي تبعیض او مستقیم تاوتریخوالي د ترکیب په توګه زیات ښودل شوی دی.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.