د امریکا د خزانې وزارت یو عمومي جواز صادر کړی چې له مخې یې د ایران د خامو تېلو، پتروشیمي محصولاتو او د نفتو مشتقاتو تولید، تحویل او پلور د ۲۰۲۶ د اګسټ تر ۲۱ مې پورې قانوني بلل کېږي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي چې دا له بندیزونو معافیت د سویس د روانو مذاکراتو په چوکاټ کې صادر شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د دغو مذاکراتو په ترڅ کې ایران هم ژمنه کړې چې د هرمز په تنګي کې به ازاد او بې خنډه ترانزیټ ته اجازه ورکوي او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکو ته به هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکوي.
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي وو چې «د ایران د تېلو او پتروشیمي صادراتو بندیز ځنډول شوی او سمندري محاصره پای ته رسېدلې ده.»
ایران او امریکا پرون د سولې د هوکړې د پلي کولو لپاره د خپلو تخنیکي خبرو لومړی پړاو ترسره کړ. دا خبرې په سویس کې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب ترسره شوې.
لیکواله:سلیمه آریایي








