TOOSnews
اعلان
په مزارشریف کې د کورنیو تولیداتو په نندارې سره د مولانا درېیم نندارتون پرانیستل شو.
اقتصاديټوس نیوز

په مزارشریف کې د کورنیو تولیداتو په نندارې سره د مولانا درېیم نندارتون پرانیستل شو.

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د ملي صنایعو د پراختیا، د پانګونې د جلب او د افغانستان د تولیدي ظرفیتونو د معرفي کولو په موخه د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي درېیم نندارتون په مزارشریف ښار کې پرانیستل شوی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغه نندارتون د «مسیح محمدي» د نندارتونونو د تنظیموونکو خدماتو شرکت په همکارۍ او د بلخ ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو، صنعتکارانو او سوداګرو په ګډون پرانیستل شو. په دې نندارتون کې د افغانستان کورني تولیدات په ۱۷۰ غرفو کې د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دا نندارتون د کورنیو تولیدوونکو د وړتیاوو د معرفي کولو لپاره یو مناسب فرصت دی او زیاته کړې یې ده چې دغه پروګرام د صنایعو د پراختیا، د کورني تولید د پیاوړتیا او د صنعتي ځان‌بسیاینې پر لور د ګام اخیستو په موخه جوړ شوی دی.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت د والي مرستیال د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له هغو افغان پانګه‌والو یې چې له هېواده بهر مېشت دي وغوښتل، څو د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا، د صنایعو د پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په هېواد کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د مولانا درېیم نندارتون به د چنګاښ له ۲۰مې تر ۲۲مې نېټې پورې د مزارشریف ښار په الماس هوټل کې د عامو لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.