TOOSnews
اعلان
به غزه كې زرګونه د سرطان ناروغان د درملنې لپاره د وتلو په تمه دي.
نړۍټوس نیوز

به غزه كې زرګونه د سرطان ناروغان د درملنې لپاره د وتلو په تمه دي.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په غزه کې د سرطان زرګونه ناروغان، چې د درملنې لپاره اړینو درملو او تخصصي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، له سیمې بهر د درملنې لپاره د وتلو په تمه دي. د روغتیايي چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۱ زره د سرطان ناروغان په غزه کې له تخصصي درملنې بې‌برخې دي او نږدې ۴ زره یې د عاجلې درملنې لپاره له سیمې بهر د انتقال اړتیا لري.

د غزې د روغتیايي سکتور د پراخ زیان له امله د سرطان د تشخیص او درملنې امکانات هم سخت محدود شوي دي. د سیمې یوازینی تخصصي د سرطان روغتون هم له فعالیت څخه وتلی، چې له امله یې ناروغان د کیموتراپي او نورو اړینو درملنو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر فبرورۍ پورې له غزې څخه څه باندې ۱۱ زره ناروغان د درملنې لپاره ایستل شوي وو، خو لا هم له ۱۸،۵۰۰ ډېر کسان داسې طبي درملنې ته اړتیا لري چې په غزه کې نه شي برابرېدای.

د ناروغانو د ایستلو بهیر د رفح له لارې د محدود تګ راتګ او امنیتي ارزونو له امله له خنډونو سره مخ دی، په داسې حال کې چې روغتیايي چارواکي وايي د درملنې ځنډ د سرطان ناروغانو وضعیت لا پسې خرابوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.