TOOSnews
اعلان
په كوېټه كې د ناپېژانده وسله والو په ډزو درې افغانان وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

په كوېټه كې د ناپېژانده وسله والو په ډزو درې افغانان وژل شوي.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلوچستان ایالت د کوېټې ښار په هزارګنجي سیمه کې د ناپېژانده موټرسایکل‌سپرو په وسله‌وال برید کې درې افغان وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پېښه، سې‌شنبې د زمري په ۲۷مه مازیګر مهال د هزارګنجۍ ترڅنګ د سوناخان څلورلارې په سیمه کې شوې ده.

د شالکوټ پولیسو مرکز مشر عادل شاه ویلي، پنځه افغان کارګران چې شاوخوا یوه میاشت مخکې له افغانستان څخه بلوچستان ته تللي وو، د دالبندین له سیمې څخه د ګلستان پر لور روان وو چې د ناپېژانده وسله‌والو له برید سره مخ شول.

د نوموړي په وینا، په پېښه کې درې کسان وژل شوي، یو ټپي شوی او یو بل کس روغ پاتې شوی دی. پولیس وايي، وژل شوی او ټپي کس روغتون ته انتقال شوي او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

پولیسو د وژل شویو کسانو هویت تر اوسه په بشپړ ډول نه دی تایید کړی، خو ویلي یې دي چې ټول د افغانستان اتباع وو. د راپورونو له مخې، وژل شوي کسان د هلمند اوسېدونکي وو.

دا پېښه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د کوېټې په هزارګنجي سیمه کې د افغانستان د پخواني ملي پولیس افسر حضرت‌الله اڅکزی، چې په «حاجي ورور» مشهور و، د ناپېژانده موټرسایکل‌سپرو له لوري په خپله هټۍ کې ووژل شو.

له هغې پېښې وروسته د طالبانو د مخالفې متحدې جبهې مشر سمېع سادات ادعا کړې وه چې د حضرت‌الله اڅکزي د وژنې په غچ کې یې په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو دوه غړي وژلي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.