TOOSnews
اعلان
د ايران او امريكا ترمنځ وروستۍ هوكړه نه ده شوې.
نړۍټوس نیوز

د ايران او امريكا ترمنځ وروستۍ هوكړه نه ده شوې.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران له سپاه پاسداران سره تړلي تسنیم خبري اژانس ویلي، چې تر دې دمه د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړه نه ده رامنځته شوې او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې یې د نوموړي د یو اړخیز او ځان‌ستایونکي سیاست دوام بللی دی.

تسنیم په خپل راپور کې ویلي، هغه څرګندونې چې ټرمپ په «ټروث سوشیل» کې کړې دي، د واشنګټن او تهران ترمنځ د باور فضا لا پسې زیانمنوي. د راپور له مخې، د ټرمپ هغه ټینګار چې امریکا به د ایران کنګل شوې شتمنۍ بېرته ورنه‌کړي، د امریکا د جديت په اړه د ایران شکونه زیاتوي.

دغه رسنۍ همداراز د ټرمپ هغه ادعاوې هم له شک او تردید سره مخ کړې دي، چې ګواکې د ایران پر وړاندې سمندري محاصره پای ته رسېدلې ده. تسنیم ویلي، که دا اقدام عملي شوی هم وي، نو یوازې به د اوربند د سرغړونو له یوه مورد څخه تېرېدنه وبلل شي، ځکه د دوی په وینا له پیل څخه باید داسې محاصره نه وای رامنځته شوې.

د راپور له مخې، د ایران چارواکي لا هم د امریکا پر دریځونو بې‌باوره دي او باور لري چې واشنګټن د سیاسي فشارونو او تبلیغاتي څرګندونو له لارې د خبرو اترو فضا تر خپل اغېز لاندې ساتل غواړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.