TOOSnews
اعلان
په افغانستان کې د بند پاتې شويو پاکستاني لاریو لپاره د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه.
اقتصاديټوس نیوز

په افغانستان کې د بند پاتې شويو پاکستاني لاریو لپاره د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د تورخم د ترانسپورټ اتحادیې اعلان کړی چې د تورخم سرحدي دروازه د هغو پاکستاني موټرو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستل شوې چې په افغانستان کې بند پاتې وو.

د دې اتحادیې مشر عظیم الله شینواري ویلي چې دغه لار له پنجشنبې ورځې د غبرګولي له ۲۸مې نېټې، راهیسې د پاکستاني لاریو د بېرته تګ لپاره پرانیستل شوې ده، او تر اوسه سلګونه هغه موټر چې په افغانستان کې درېدلي وو،له همدې لارې پاکستان ته اوښتي دي.

سره له دې چې دغه لار بېرته پرانیستل شوې، لا هم څرګنده نه ده چې دا اقدام د کوم میکانیزم له مخې ترسره شوی او دا بهیر به تر کومې مودې دوام وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او نښتو له امله تړل شوې وې. د دې وضعیت له امله د دواړو هېوادونو پر پوله سلګونه باروړونکي موټر بند پاتې وو.

د تورخم دروازې پرانیستل د هغو پاکستاني لاریو لپاره چې بندې پاتې وې، د دواړو هېوادونو د موټرچلوونکو او سوداګرو له هرکلي سره مخ شوي دي. هغوی هیله لري چې دا اقدام به د سوداګریزو تګ راتګونو د بشپړ بیاپیل لپاره زمینه برابره کړي.

ضیاءالحق، د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال، پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پاکستان د تېرو اتو میاشتو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله له ۹۸۱ میلیونه ډالرو څخه زیات زیان لیدلی دی.

هغه زیاته کړې چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري هم له دې وضعیت څخه اغېزمنه شوې او په تېرو اتو میاشتو کې یې شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالره تاوان کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو تړل کېدو د افغانستان سوداګرو ته هم د پام وړ زیانونه اړولي دي. دغه وضعیت نه یوازې سوداګریزې راکړې ورکړې کمې کړي، بلکې د افغانستان په بازارونو کې یې د ګڼو توکو بیې هم لوړې کړې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.