TOOSnews
اعلان
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۵۸۰ ميليونه ډالرو ته لوړه شوې.
اقتصاديټوس نیوز

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۵۸۰ ميليونه ډالرو ته لوړه شوې.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې ۵۰۸.۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۵ برابره زیاتوالی ښيي.

د قزاقستان د دولتي عوایدو کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ۵۰۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱.۶ میلیونه ټنه توکي صادر کړي دي.

په دې موده کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۳.۷ برابره زیات شوي او ۵۱۱.۴ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د اوړو صادرات ۶۸۷.۳ زره ټنو ته لوړ شوي دي.

همداراز د نخود، چڼې او عدس صادرات ۴.۲ برابره، د بورې صادرات نږدې پنځه برابره او د جوارو صادرات ۴۸ برابره زیات شوي دي. د لمرګل او پنبه‌دانې غوړیو صادرات هم ۲.۸ برابره لوړ شوي دي.

همداراز، د نخود، چڼې او عدس صادرات ۴.۲ برابره، د بورې صادرات نږدې پنځه برابره او د جوارو صادرات ۴۸ برابره زیات شوي دي. د لمرګل او پنبه‌دانې غوړیو صادرات هم ۲.۸ برابره لوړ شوي دي.

قزاقستان افغانستان ته د خوراکي توکو ترڅنګ پټرول، فلیټ فولاد، المونیمي قوطي او باروړونکي موټر هم صادر کړي دي.

بل لور ته، له افغانستان څخه قزاقستان ته د صادراتو ارزښت ۶.۷ میلیونه ډالره ښودل شوی. افغانستان قزاقستان ته تر ډېره خواږه مشروبات، مېوې او توتان، غالۍ، المونیمي لوښي، نفرایت، تالک او کروم ډبرې صادرې کړي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په لړ کې د ۲۰۲۶ کال په جون کې په کابل کې د یوه سوداګریز فورم پر مهال د ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک شوي وو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.