د جاپان د کاماکورا ښار په «ګالري انیشي» کې د افغانستان د دودیزو لاسي اوبدل شویو غالیو نندارتون پیل شوی، چې موخه یې د جګړو او سیاسي بېثباتۍ له امله د بېځایه شویو افغان کډوالو ماشومانو ملاتړ دی.
د جاپاني رسنیو د راپور له مخې، دغه ګرځند نندارتون د «جیکو نو اتلیه نیګاتا» نندارتونځای له لوري، چې د فرنیچر د وارداتو او پلور شرکت «سانپوشا» یې اداره کوي، په بېلابېلو جاپاني ښارونو کې ترسره کېږي.
د شرکت استازو ویلي، غواړي د افغانستان د دودیزو غالیو له لارې جاپاني خلک د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په اړه فکر کولو ته وهڅوي.
د راپور له مخې، د غالیو د پلور د عوایدو یوه برخه د افغان کډوالو ماشومانو ته د مرستو لپاره ځانګړې شوې او د نندارتون په ترڅ کې د ماشومانو لپاره د مرستو بکسونه هم اېښودل شوي دي.
ټاکل شوې ده چې دغه نندارتون د روانې جولای میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې دوام وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








