د ایران د تایباد ولسوالۍ چارواکي وايي، په وروستیو اونیو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون ـ اسلام کلا په پوله کې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ۱۰۰ سلنه زیات شوی دی.
د ایران د اېرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، اوس هره ورځ په اوسط ډول شاوخوا ۱۷۰۰ بار وړونکي موټرې د دوغارون او اسلام کلا له لارې تګ راتګ کوي.
جمشیدي ویلي، د دوغارون پر لور په مواصلاتي لارو کې د بار وړونکو موټرو اوږده کتارونه د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او د مالونو د لېږد د زیاتوالي ښکارندويي کوي.
دوغارون ـ اسلام کلا د ایران او افغانستان له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي پولو څخه ده او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ یوه د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








