TOOSnews
اعلان
پر پاکستاني پولیسو د ټي ټي پي برید؛ ۶۰ پولیس وژل شوي، ټپیان شوي او نیول شوي دي.
نړۍټوس نیوز

پر پاکستاني پولیسو د ټي ټي پي برید؛ ۶۰ پولیس وژل شوي، ټپیان شوي او نیول شوي دي.

۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینو خبر ورکړی چې تحریک طالبان پاکستان د تېرې ورځې په برید د هنګو ولسوالۍ د «خزینه‌بند» پر پولیس پوسته، په ټولیز ډول ۶۰ پولیس وژل شوي، ټپیان شوي یا نیول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۳۱ نور ټپیان شوي دي. همداراز ویل کېږي چې ۱۸ پولیس د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو له خوا نیول شوي دي.

تر اوسه د پاکستان حکومتي چارواکو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تأیید کړي او د ټپیانو او نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه نور جزیات هم نه دي خپاره شوي.

په وروستیو میاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو له زیاتېدو سره، د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې د ناامنۍ د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوي دي. د پاکستان حکومت څو ځله پر افغان طالبانو تور لګولی چې له دې ډلې سره مرسته کوي، خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

په همدې حال کې، د تحریک طالبان پاکستان یو انځور خپور کړی چې ادعا کوي د هنګو ولسوالۍ د «خزینه‌بند» پوستې تسلیم شوي پولیس پکې ښکاري. دې ډلې ویلي چې د برید پر مهال ۱۰ پولیس وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپیان شوي او څو کسان نیول شوي دي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د خپرو شویو انځورونو او د تحریک طالباان پاکستان د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.