TOOSnews
اعلان
د ترکیې کمونیست ګوند؛ له ۱۰۰ څخه ډېر د ناټو ضد لاریون کوونکي ونیول شول.
افغانستانټوس نیوز

د ترکیې کمونیست ګوند؛ له ۱۰۰ څخه ډېر د ناټو ضد لاریون کوونکي ونیول شول.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ترکيې کمونیست ګوند اعلان کړی چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په انقره کې د (ناټو)د شمالي اتلانتیک تړون سازمان پر ضد د لاریون پر مهال د دې ګوند له ۱۰۰ څخه زیات غړي نیولي دي. دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د ناټو د سرمشریزې غونډې د تر سره کېدو لپاره چمتووالی روان و.

دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لاریون د انقرې په مرکزي قزل‌آی میدان کې ترسره شو او په ترڅ کې یې له ۱۰۰ څخه زیات کسان، چې د ګوند یو شمېر لوړپوړي غړي او مشران هم پکې شامل وو، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

د خپرو شویو انځورونو له مخې، لاریون کوونکو د بیرغونو په پورته کولو او د «وژونکیه ناټو، له هېواده ووځه» او «ناټو ته هېڅ لاره نشته» شعارونو په ورکولو سره د دې پوځي اتحاد مخالفت څرګند کړ. همدارنګه راپورونه وايي چې د شورش ضد پولیسو د لاریون کوونکو د تیتولو لپاره له اوښکو بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

په ورته وخت کې، د ترکي کمونیست ګوند بل لاریون په استانبول ښار کې ترسره کړ. په دې غونډه کې سلګونه کسانو د تکسیم له میدان څخه تر دولما باغچې سیمې پورې لاریون وکړ. سربېره پر دې، دوه نورې غونډې هم د کیڼ اړخو ډلو له لوري د کادیکوی په سیمه کې ترسره شوې. د امنیتي ځواکونو د پراخ حضور سره سره، د استانبول په لاریونونو کې د نښتې یا نیونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ترکي کمونیست ګوند عمومي منشي کمال اوکویان د دې اعتراضونو په اړه وویل چې د ناټو مخالفان د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي دي او اجازه به ور نه کړي چې د ترکیې حکومت د دې پوځي اتحاد د کړنو په وړاندې چوپ پاتې شي.

دا اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې ده ترکیه د سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو، د چنګاښ په ۱۶مه او ۱۷مه، په انقره کې د ناټو د سرمشریزې غونډې کوربه وي. په دې غونډه کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو مشران او د ګډو هېوادونو استازي ګډون کوي.

د دې غونډې د ترسره کېدو په درشل کې، د ترکیې چارواکو په انقره کې امنیتي تدابیر په بېساري ډول زیات کړي دي. د انقرې والي هر ډول اعتراضونه منع کړي، د ښار ځینې برخې یې په امنیتي خنډونو تړلي او ځینې مهم سړکونه یې د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.

همدارنګه، د ترکيې رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د «ترهګرۍ ضد» عملیاتو په ترڅ کې په بېلابېلو سیمو کې ۳۹ نور کسان، چې یو شمېر خبریالان، مدني فعالان او د پوهنتون استادان هم پکې شامل دي، نیول شوي دي. تر دې مخکې هم د تېرې میاشتې په ورته عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۲۵ کسان نیول شوي وو.

د ترکیې حکومت تر اوسه د کمونیست ګوند د وروستیو اعتراضونو او د نیونو په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.