TOOSnews
اعلان
په اسټراليا کې دوه ښځې، چې د داعش سره تړاو لري، د بشر ضد جناياتو په تور تورنې شوي دي.
نړۍټوس نیوز

په اسټراليا کې دوه ښځې، چې د داعش سره تړاو لري، د بشر ضد جناياتو په تور تورنې شوي دي.

۱۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

درې اسڼرالیایي ښځې چې ویل کېږي د داعش ډلې سره یې اړیکې لرلې، له سوریې څخه د ستنېدو وروسته په رسمي ډول په اسټرالیا کې تورنې شوې دي. دغه کسان د میلبرن او سېډني په دوو ښارونو کې محکمې ته حاضرې شوي او د جګړې جرمونو او ترهګرۍ په تړاو له څو تورونو سره مخ دي.

۵۳ کلنه،کوثر احمد، او د هغې لور زینب ۳۱ کلنه،زینب حمد، د جمعې په ورځ، د د غویي ۱۹، او د نیولو څخه لږ تر لږه ۲۴ ساعتونو کې، د میلبرن په یوې محکمې کې حاضرې شوې. د اسټرالیا فدرالي پولیسو ویلي دي چې دغو دوو ښځو په ۲۰۱۴ کال کې سوریې ته سفر کړی و.

د پولیسو په ادعا، کوثر احمد چې مخکې د کوثر عباس په نامه پېژندل شوې وه، له خپل مېړه او ماشومانو سره سوریې ته تللې او په یوې ښځې وینځې پهدد ۱۰ زره ډالرو په ارزښت، قضیه کې یې برخه درلودلې. پولیسو همدارنګه ادعا کړې چې هغې په قصدي ډول هغه ښځه په خپل کور کې ساتلې ده.

کوثر احمد د بشر ضد جنایتونو له څلورو تورونو سره مخ ده او د هغې لور زینب احمد هم د ورته دوو تورونو سره مخ ده. د استرالیا قضایي چارواکو ویلي چې دا تورونه کولای شي تر ۲۵ کلونو پورې زندان ولري.

په یوې جلا قضیه کې، ۳۲ کلنه جنای صفر، هم د جمعې په ورځ په سېډني کې محکمې ته حاضره شوه. هغه د جګړې په سیمه کې د داخلیدو او پاتې کېدو، او همدارنګه له داعش ډلې سره په یوځای کېدو تورنه شوې ده. جنای صفر د پنجشنبې په ورځ له خپل زوی سره سېډني ته رسېدلې وه.

ځایي رسنیو راپور ورکړی چې د میلبرن د محکمې غونډه لنډه وه او په جریان کې له تورنو کسانو څخه پوښتنې نه دي شوې. همدارنګه، تورنو کسانو په محکمه کې څه ندي ویلي او د غونډې له پای وروسته د درې ورځو لپاره په موقتي توقیف کې پاتې شول.

همدارنګه، زهرا احمد، چې د کوثر احمد مشره لور ده، د پنجشنبې په ورځ میلبرن ته رسېدلې، خو تر اوسه د هغې د نیولو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.