کییر ستارمر، د بریټانیا لومړي وزیر، اعلان وکړ چې د کارګر ګوند د مشرۍ او د لومړي وزیر له دندې څخه یې استعفا پاچا ته وړاندې کړې ده. هغه وویل چې تر هغه وخته به په ۱۰ ډاونینګ سټریټ کې پاتې شي څو چې د هغه ځای ناستی وټاکل شي.
د کارګر ګوند د مشرۍ لپاره د نوماندۍ پروسه د چنګاښ له ۱۸مې پیلېږي. ستارمر تر استعفا مخکې وویل چې هغه د ګوند مشري په داسې وخت کې ترلاسه کړه چې ګوند له سیاسي، مالي او اخلاقي پلوه په سخت حالت کې و، خو ده وکولای شول د اقتصاد، دفاع او ملي امنیت په برخو کې د خلکو باور پیاوړی کړي.
ستارمر په وروستیو اونیو کې د استعفا لپاره له زیات فشار سره مخ و. دا فشارونه وروسته له هغه زیات شول چې د مانچسټر پخواني ښاروال او د کارګر ګوند مخکښې څېرې انډي برنهام د ګوند د مشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه.
برنهام ولسي جرګې ته له ننوتلو وروسته د ستارمر د ځای ناستي له اصلي نوماندانو څخه وګرځېد. د پارلماني ټاکنو بریا او د نایجل فراج په مشرۍ د ریفورم برېټانیا ګوند د نوماند ماته د هغه سیاسي موقف نور هم پیاوړی کړ.
د ستارمر استعفا د کارګر ګوند د عمومي ټاکنو له قاطع بریا نږدې دوه کاله وروسته رامنځته شوه. په ورته وخت کې، بریټانیا له لوړو پورونو،کمزورې اقتصادي ودې او د عامه لګښتونو له زیاتوالي سره مخ ده؛ هغه موضوعات چې راتلونکی حکومت به هم ورسره مخامخ وي.
لیکواله:سلیمه آریایي








