د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. یادې اداره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره بېړنۍ مالي او بشري مرستې برابرې کړي.
اوچا ټینګار کړی چې د دغو مرستو موخه د انسانانو ژغورنه او د خوارځواکۍ د کړکېچ له امله د رامنځته کېدونکو نه جبرانېدونکو زیانونو مخنیوی دی. دغه اداره همدارنګه خبرداری ورکوي چې په هېواد کې د خوړو ناامني مخ په زیاتېدو ده.
د اوچا په وینا، د ناروغیو خپرېدل، د روغتیايي او تغذیوي خدماتو کمښت، او د حفظالصحې خراب شرایط د خوارځواکۍ د کړکېچ د لا زیاتېدو اصلي لاملونه دي.یادو عواملو په ګډه د ماشومانو او ښځو وضعیت لا زیات زیانمن کړی دی.
د تغذیې ډلې، چې د ملګرو ملتونو او بشري شریکانو همغږې اداره ده، په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تغذیې کړکېچ په چټکۍ سره خرابېږي او که بېړنۍ مداخله ونشي، وضعیت به لا پسې خراب شي.
د راپور له مخې، د جولای میاشتې د خوارځواکۍ د اوج له پیل سره تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به وضعیت د پام وړ خراب شي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې د مرستو د کمېدو په صورت کې به د بحران لمن نوره هم پراخه شي.
په راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۶ ولایتونو کې لوړه شوې ده. همدارنګه ۱۲ ولایتونه لکه هلمند، دایکنډي، زابل، بغلان، اروزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر په بحراني حالت کې دي.
همدارنګه راپور زیاتوي چې نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو کم دي، د شدیدې خوارځواکۍ او اړوندو روغتیايي ستونزو له امله په روغتونونو کې بستر کېږي. د دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان د دې بحران له خورا زیانمنو ډلو څخه دي.
اوچا ټینګار کړی چې بشري مرستو تر دې دمه د خوارځواکۍ له امله د مړینې د زیاتېدو مخه تر یوه حده نیولې، خو دغه لاسته راوړنې ناپایداره بلل شوي او د مالي سرچینو د کمېدو په صورت کې له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.
د دې ادارې د اټکل له مخې، د میلیونونو ماشومانو ترڅنګ شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم په ۲۰۲۶ کال کې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








