د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مأموریت د غځولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه، پیل شوه. تمه کېږي چې د امنیت شورا غړي به په دې غونډه کې په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیت د دوام په اړه پرېکړه وکړي.
د یوناما اوسنۍ مأموریت د غبرګولي تر ۲۷مې نېټې پورې اعتبار لري، او د امنیت شورا باید د دې پلاوي د مأموریت د غځولو یا د فعالیت لپاره د نوي چوکاټ د ټاکلو په اړه پرېکړه وکړي. یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مهمو بنسټونو څخه ده او د دې سازمان د فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه لري.
د امنیت شورا د تېر کال د کب په میاشت کې د یوناما مأموریت د درې میاشتو لپاره وغځاوه. دغه پرېکړه د شورا د ټولو غړو په مثبتو رایو تصویب شوې وه.
د دوشنبې ورځنۍ غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره اوونۍ هم د امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کړې وه. په هغې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د بحث مهم محورونه وو.
د ملګرو ملتونو چارواکو په هغې غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه نجونې د زدهکړې او ښوونځیو ته د تګ له حق څخه بېبرخې دي. دا موضوع لا هم د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي.
متحده ایالات د یوناما د فعالیت له دوام سره مخالفت نه لري، خو د دې ادارې د جوړښت، مأموریت او اغېزمنتیا د جدي بیاکتنې غوښتنه کوي. واشنګټن ټینګار کړی چې د یوناما فعالیتونه باید وارزول شي او د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره برابر شي.
یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی د ۱۳۸۱ کال د وري په ۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړهلیک له مخې جوړ شو. د دې ادارې لومړنی مأموریت د بن د تړون له پلي کېدو او د طالبانو د لومړي حکومت تر نسکورېدو وروسته د سیاسي بهیر ملاتړ و.
د امنیت شورا د یوناما د جوړېدو پر مهال د دې ادارې مأموریت د ۱۲ میاشتو لپاره تصویب کړی و. له هغه وخت راهیسې دا مأموریت په منظم ډول غځول شوی او د افغانستان د سیاسي او امنیتي بدلونونو له مخې بیاکتل شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








