TOOSnews
اعلان
مګري ملتونه په بلخ کې د اسلام له تر ټولو پخوانیو ودانیو د ساتنې په برخه کې ملاتړ کوي.
کلتور او هنرټوس نیوز

مګري ملتونه په بلخ کې د اسلام له تر ټولو پخوانیو ودانیو د ساتنې په برخه کې ملاتړ کوي.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ ولایت د «حج پیاده» جومات له زرو کلونو څخه زیاته مخینه لري او د ډېرو څېړونکو په باور، د دغه جومات جوړېدل د میلادي نهمې پېړۍ او یا تر دې هم پخوانۍ دورې ته رسېږي. دغه جومات ښايي په افغانستان او منځنۍ اسیا کې له تر ټولو پخوانیو اسلامي ودانیو څخه وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۹مه، راپور ورکړی چې ملګري ملتونه د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ثبت، او ساتنې په اړه یې د عامه پوهاوي د زیاتولو له هڅو څخه ملاتړ کوي، چې د «حج پیاده» جومات هم پکې شامل دی.

د راپور له مخې، د وخت په تېرېدو سره د جومات ډېره برخه له منځه تللې؛ خو د دې ودانۍ دیوالیز تزئینات، نباتي نقشونه، د انګورو د پاڼو طرحې او هندسي نقشونه لا هم پاتې دي.

یوناما زیاته کړې چې دغه تزئینات د اسلام د لومړنیو دورو د هنر او معمارۍ له ارزښتناکو بېلګو څخه ګڼل کېږي او ځانګړی تاریخي او فرهنګي اهمیت لري.

د دغه راپور پر بنسټ، ملګري ملتونه د «حج پیاده» جومات او د افغانستان د نورو تاریخي اثارو، په ځانګړې توګه د هېواد د فرهنګي میراثونو، د ثبت او ساتنې له هڅو څخه ملاتړ کوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.