TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه: د طالبانو نوی فرمان د ماشومانو ودونو ته مشروعيت وركوي.
نړۍټوس نیوز

ملګري ملتونه: د طالبانو نوی فرمان د ماشومانو ودونو ته مشروعيت وركوي.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د ماشوم حقونو د کمېټې مشرې، سوفي کیلادزې ویلي، د طالبانو هغه نوی فرمان چې د ماشومو نجونو د ودونو په اړه صادر شوی، د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي او د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی.

نوموړې له عرب نیوز سره په مرکه کې ویلي، د ماشومانو ودونه کلتوري یا شخصي موضوع نه ده، بلکې د ماشومانو د حقونو یوه اساسي او حیاتي مسئله ده. هغې د طالبانو وروستی فرمان د نړیوالو معیارونو پر وړاندې مستقیمه ننګونه بللې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل، افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو نه معاف کوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د غویي په ۲۴مه اعلان کړی و چې د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپره شوې ده. په دې اصولنامه کې د نکاح د فسخې، د ماشومانو د ودونو او د ماشومانو د سرپرستۍ اړوند احکام شامل دي.

د فرمان له جنجالي مادو څخه یوه دا ده چې که یوه نجلۍ له بلوغ وروسته د واده په اړه چوپه پاتې شي، دغه چوپتیا یې د رضایت په توګه تعبیرېدای شي، خو دا حکم پر هلکانو نه تطبیقېږي.

سوفي کیلادزې ویلي، هغه ماده چې له بلوغ وروسته واده روا ګڼي او د نجلۍ چوپتیا د رضایت په توګه مني، د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو او د ماشوم د حقونو له کنوانسیون سره د افغانستان له ژمنو سره په ټکر کې ده. هغې زیاته کړې چې بلوغ د قانوني واده له عمر سره مترادف نه دی او د نړیوالو معیارونو له مخې هر څوک چې تر ۱۸ کلونو کم عمر ولري، ماشوم ګڼل کېږي او د واده لپاره د بشپړ او خپلواک رضایت قانوني وړتیا نه لري.

د ملګرو ملتونو د ماشوم حقونو د کمېټې مشرې همداراز ویلي چې د طالبانو نوی فرمان د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون بنسټیز اصول، لکه زده‌کړه، روغتیا، له تاوتریخوالي خوندیتوب او د نظر څرګندولو حق، تر پښو لاندې کوي.

هغې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې منځنۍ زده‌کړې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي لپاره مهم رول لري، ځکه هغه نجونې چې په ښوونځیو کې پاتې کېږي، د ماشومانو د ودونو له خطر سره کمې مخامخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشوم حقونو کمېټې تر دې وړاندې هم له طالبانو غوښتي وو چې د ماشومانو د ودونو اړوند قوانین لغوه کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.