TOOSnews
اعلان
ازبكستان او قزاقستان افغانستان ته د ګډو صادراتو هوكړه لاسليک كړه.
اقتصاديټوس نیوز

ازبكستان او قزاقستان افغانستان ته د ګډو صادراتو هوكړه لاسليک كړه.

۱۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ازبکستان او قزاقستان سوداګرو په تاشکند کې د یوې سوداګریزې غونډې پر مهال هوکړه کړې، چې خپل توکي به په ګډه د درېیمو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، سوریې او عراق بازارونو ته صادر کړي.

د ازبکستان د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه افغانستان ته د قزاقستان د صادراتو له چټک زیاتوالي او له افغانستان څخه د کاني خامو موادو د واردولو لپاره د نویو سوداګریزو لارو له رامنځته کېدو وروسته شوې ده.

دواړه هېوادونه غواړي د خپلو سوداګریزو اړیکو کچه ۳ میلیارد ډالرو ته ورسوي. ویل شوي چې قزاقستان د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته نږدې ۵۰۰ میلیونه ډالره صادرات کړي، چې د تېر کال د ټول صادراتي ارزښت له کچې سره برابره ده.

د صادراتو ترڅنګ، له افغانستان څخه د کاني خامو موادو د واردولو په اړه هم خبرې شوي دي. د دغو خبرو له مهمو مواردو څخه د ازبکستان د المالیق کان‌فلزاتو لپاره له افغانستان څخه د «زېنک ډبرې» د برابرولو تړون یاد شوی دی.

په غونډه کې د ترانسپورټ او لېږد رالېږد د لګښتونو د کمولو لارې هم وڅېړل شوې. د ازبکستان د سوداګرۍ خونې وړاندیز کړی چې له سیمې څخه د بېرته ستنېدونکو ترکي لاریو له تش ظرفیت څخه د توکو د لېږد لپاره ګټه واخیستل شي.

د راپور له مخې، هر کال شاوخوا ۳۵۰ زره ترکي لارۍ له دې لارې تېرېږي او د موټر چلوونکي یې د ترکمنستان د ټرانزیټي ویزې له اړتیا پرته تګ راتګ کولی شي.

د ازبکستان او قزاقستان سوداګرو همداراز پرېکړه کړې چې افغانستان، سوریې او عراق ته د سوداګریزو پلاوو په لېږلو سره په سیمه کې خپل سوداګریز او ترانزیټي رول لا پیاوړی کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.