د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر دوران واحدوف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو کچه ۵۵۰ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړې چې یوازې د اپریل میاشتې په ترڅ کې دغه صادرات ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي.
د واحدوف په وینا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا د سیمې د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه ګڼل کېږي.








