TOOSnews
اعلان
وحيد عمر: د ٢٠٢١ د اګسټ پر ۱۴ مه د مقاومت پر ځاى د غني پر لرې كېدو بحث وشو.
افغانستانټوس نیوز

وحيد عمر: د ٢٠٢١ د اګسټ پر ۱۴ مه د مقاومت پر ځاى د غني پر لرې كېدو بحث وشو.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام پر مهال د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مسوول او په ایټالیا کې پخوانی افغان سفیر وحید عمر وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۴مه په ارګ کې د سیاسي مشرانو د وروستۍ غونډې ظاهري موضوع په کابل کې د جګړې او وینې بهېدو مخنیوی و، خو د غونډې اصلي پیغام دا و چې ولسمشر محمد اشرف غني باید له واکه څنګ ته شي.

وحید عمر په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې په دې غونډه کې حامد کرزی، عبدالله عبدالله، فضل هادي مسلمیار، یونس قانوني، استاد خلیلي، استاد محقق، باتور دوستم، حنیف اتمر او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو ګډون کړی و. د نوموړي په وینا، د استاد سیاف لپاره هم څوکۍ ایښودل شوې وه، خو هغه غونډې ته حاضر نه شو.

عمر وايي، د غونډې فضا ډېره ترینګلې وه. د قرآن کریم له تلاوت وروسته، ولسمشر غني مایک عبدالله عبدالله ته ورکړ او ویې ویل چې د مشرانو خبرو ته چمتو دی. عبدالله له حامد کرزي وغوښتل چې لومړی خبرې وکړي.

د عمر په روایت، کرزي په احساساتي وینا کې په کابل کې د احتمالي جګړې او وینې بهېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې کورنۍ یې په کابل کې ده او نه غواړي خپل اولادونه له هېواده بهر وساتي، په داسې حال کې چې د نورو افغانانو د اولادونو له درد څخه ناخبره وي.

کرزي ټینګار وکړ چې د پرېکړې او قربانۍ وخت دی او باید په کابل کې له جګړې، وینې بهېدو او ورانۍ څخه مخنیوی وشي. له هغه وروسته عبدالله عبدالله، استاد خلیلي، استاد محقق او یونس قانوني هم خبرې وکړې او، د عمر په وینا، د ټولو اساسي پیغام د کابل د جګړې د مخنیوي لپاره د سیاسي حل موندل و.

وحید عمر وايي، د دې غونډې بدلون ځکه د پام وړ و چې یوازې یوه ورځ مخکې په امنیتي غونډه کې د کابل د مقاومت، درېدو او دفاع پر موضوع بحث شوی و؛ خو د اګست پر ۱۴مه د سیاسي مشرانو په غونډه کې نور د مقاومت خبره نه کېده.

د هغه په وینا، په تېرو اونیو کې جهادي مشرانو د هېواد د بېلابېلو سیمو د دفاع لپاره د خپلو وړتیاوو یادونه کړې او له حکومت څخه یې د وسلو، مهماتو او نورو امکاناتو غوښتنه کړې وه، خو په وروستۍ غونډه کې د دفاع پر ځای د جګړې د مخنیوي بحث غالب و.

عمر زیاتوي چې ولسمشر غني د مشرانو پیغام ظاهراً درک کړ او د غونډې په پای کې یې وویل چې د هغوی له وړاندیزونو سره موافق دی. نوموړي لارښوونه وکړه چې یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي، څو قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د وروستۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړي.

د غونډې پر مهال یونس قانوني وویل چې دی او یو شمېر نور سیاسي مشران اسلام‌اباد ته بلل شوي او غواړي پاکستان ته ولاړ شي. هغه له ولسمشر څخه اجازه وغوښته، خو غني مخالفت وکړ او ویې ویل چې په دغه حساس پړاو کې پاکستان ته د سیاسي مشرانو سفر به مناسب پیغام ونه لري.

د عمر په وینا، قانوني له دې پرېکړې ناراضه شو او ویې ویل چې که اړتیا وي، پاکستان ته د تګ لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.

وروسته حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، استاد خلیلي او اکرم خپلواک د چارچینار ماڼۍ مخې ته سره راټول شول. د عمر په روایت، اتمر اندېښمن و چې د غونډې اصلي پیغام ولسمشر ته په کافي وضاحت نه دی رسول شوی.

د عمر په وینا، اتمر او عبدالله دې پایلې ته رسېدلي وو چې د مشرانو اصلي غوښتنه یوازې د جګړې درول نه، بلکې د ولسمشر غني له واکه د څنګ ته کېدو لپاره د زمینه برابرول وو. اتمر وړاندیز وکړ چې دی او عبدالله دې بیا له غني سره وویني او موضوع په روښانه ډول مطرح کړي، خو اکرم خپلواک وروسته خبر ورکړ چې ولسمشر غني له عبدالله او اتمر سره لیدو ته حاضر نه شو.

وحید عمر وايي، د هغه وخت د سیاسي مشرانو محاسبه دا وه چې د طالبانو اصلي ستونزه له ولسمشر غني سره ده او که غني له صحنې لرې شي، طالبان به له نورو سیاسي مشرانو سره د واک پر وېش هوکړې ته ورسېږي او ښايي مشارکتي حکومت جوړ شي.

خو عمر په خپله لیکنه کې پوښتنه کوي چې که طالبان له جدي مقاومت پرته د کابل تر دروازو رسېدلي وو او پوهېدل چې په کابل کې د جګړې لپاره جدي اراده نشته، نو ولې به یې واک له نورو سیاسي مشرانو سره شریکاوه؟

هغه زیاتوي، که طالبانو کولای شول ټول واک په زور ترلاسه کړي، نو څه شي به هغوی دې ته اړ کړي وای چې یوازې یوه ورځ وروسته په قطر کې دغه واک له نورو سیاسي مشرانو سره ووېشي؟

د وحید عمر په وینا، د دې پوښتنې ځواب له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې څرګند شو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.