TOOSnews
اعلان
ملا هبت اللّه د دولتي كاركوونكو د ږيرې او لمانځه د څارنې امركړى.
افغانستانټوس نیوز

ملا هبت اللّه د دولتي كاركوونكو د ږيرې او لمانځه د څارنې امركړى.

۴ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست په یوه مکتوب کې د ننګرهار پوهنتون له کارکوونکو غوښتي چې د ږیرې، ویښتانو او لمانځه په اړه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د لارښوونو مراعات وکړي.

د وږي پر ۳۱ نېټه د ننګرهار پوهنتون ته په استول شوي مکتوب کې راغلي چې هغه دولتي کارکوونکي به مجازات شي چې ږیره یې د طالبانو له ادعا شوي شرعي معیار سره برابره نه وي او یا د جماعت په لمانځه کې ګډون نه کوي.

په مکتوب کې ویل شوي چې د کارکوونکو د «صورت او سیرت» د سرغړونې په صورت کې د دندې تعلیق، له دندې ګوښه کول، د معاش بندول، د معاش کمول او د بست یا رتبې ټیټول له مجازاتو څخه دي.

همدارنګه په مکتوب کې ټینګار شوی چې د کارکوونکو ږیرې او د سر ویښتان باید د ټاکل شویو معیارونو مطابق وي او هغه کسان چې ږیره یې له قبضې کمه وي، له مجازاتو سره به مخ شي.

د مکتوب له مخې، د جماعت په لمانځه کې ګډون هم جبري بلل شوی او له لمانځه څخه سرغړونکو ته د ټاکل شویو تعزیراتو د عملي کېدو یادونه شوې ده.

د طالبانو د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست له ننګرهار پوهنتون څخه غوښتي چې دغه موارد سمدستي پلي کړي او د اجرااتو راپور د نظارت کمېټې ته وسپاري.

په مکتوب کې همدارنګه ویل شوي چې کارکوونکو ته باید د لمانځه، د اهل سنت والجماعت د عقیدې او د طالبانو د «شرعي نظام» د اطاعت په اړه کتابونه او رسالې په دوامداره توګه تدریس شي.

دا ډول محدودیتونه پر پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو د طالبانو د پراخو اداري او مذهبي مقرراتو په دوام کې لګول کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.