TOOSnews
اعلان
امراللّه صالح: افغانستان يوې بلې خطرناكې كورنۍ جكړې ته داخل شوى.
افغانستانټوس نیوز

امراللّه صالح: افغانستان يوې بلې خطرناكې كورنۍ جكړې ته داخل شوى.

۴ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د جمهوري نظام پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانستان یوې بلې خطرناکې کورنۍ جګړې ته داخل شوی دی.

صالح له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې د طالبانو اوسنی حکومت په بشپړه توګه نامشروع بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو پر وړاندې د خلکو غبرګونونه په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي.

نوموړي همداراز د دوحې د هوکړې د هغو پټو ضمیمو د خپرېدو غوښتنه کړې چې د ده په وینا، د سولې د بهیر په ترڅ کې موجودې وې. صالح ادعا کړې چې افغانستان د ځانګړو موخو لپاره طالبانو ته وسپارل شو.

هغه د طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جدي اختلافاتو په اړه راپورونه هم رد کړي او بې‌بنسټه یې بللي دي.

د دوحې د ۲۰۲۰ کال هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه او د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه یې چوکاټ ټاکلی و.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.