TOOSnews
اعلان
د سولې په درشل کې جګړه؛ سپاه پاسداران پر اف-۳۵ او امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د ډزو خبر ورکړی.
نړۍټوس نیوز

د سولې په درشل کې جګړه؛ سپاه پاسداران پر اف-۳۵ او امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د ډزو خبر ورکړی.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

وروسته له هغې چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د ایران په بندرعباس کې د تېرې شپې د بریدونو او چاودنو مسؤلیت ومانه، سپاه پاسداران اعلان کړی چې یوه امریکايي بې‌پیلوټه الوتکه یې نسکوره کړې او پر یوې جنګي الوتکې او بلې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې یې ډزې کړي دي.

سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونو یوه امریکايي «ام کیو ۹» بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې او همداراز یې پر یوې «اف ۳۵» جنګي الوتکې او یوې «ار کیو ۴» بې‌پیلوټه الوتکې ډزې کړي دي.

د سپاه په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي جنګي الوتکه او بې‌پیلوټه الوتکه له دې اقدام وروسته اړ شوې چې د ایران هوايي حریم پرېږدي.

سپاه پاسداران ویلي: «د امریکا پوځ په سیمه کې د لاسوهنې او تېري کوونکو اقداماتو په دوام، د فارس خلیج په سیمه کې د ایران هوايي حریم ته دننه شو، او د سپاه پاسداران دفاعي ځواکونو د هېواد د ارضي حریم د دفاع په موخه، له دقیقو استخباراتي څارنو وروسته، یوه ام کیو ۹ بې‌پیلوټه الوتکه یې وپېژندله او نسکوره یې کړه.»

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ایراني دفاعي ځواکونو «پر یوې ار کیو ۴ بې‌پیلوټه الوتکې او اف ۳۵ جنګي الوتکې په ډزو کولو سره هغوی تېښتې او د ایران له هوايي حریمه وتلو ته اړ کړل.»

سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې ایران د اوربند د هر ډول نقض پر وړاندې متقابل غبرګون د ځان مشروع حق ګڼي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سهې شنبې، د غبرګولي ۵مه، اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو د ایران په جنوب کې د توغندیو څو اډې او د سپاه اړوند چټکې کښتۍ په نښه کړي دي.

د سینټکام ویاند ټیموټي هاوکینز په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د «ځان د ‌دفاع» په موخه ترسره شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د عملیاتو هدفونه «د توغندیو د توغولو اډې او ایراني چټکې کښتۍ» وې، چې د هغه په وینا د ماین اېښودنې هڅه یې کوله.

دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي، چې ایران او امریکا د وروستۍ جګړې وروسته د سولې د یوه مهم تړون د رامنځته کېدو په درشل کې دي؛ هغه جګړه چې د سیمې لویه برخه یې اغېزمنه کړې او پر نړیوال اقتصاد یې هم اغیز لرلې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.