د لوګر ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږکال په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.
د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر، نصیرالدین بهیج، ویلي چې سږکال په لوګر کې پر ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي. د هغه په وینا، د هندواڼو بیې هم مناسبې دي، ځکه له نورو هېوادونو د مېوو واردات کم شوي او ورسره د کورنیو هندواڼو غوښتنه زیاته شوې ده.
په همدې حال کې، د لوګر یو شمېر کروندګر وایي چې سږکال د کرنیزو محصولاتو حاصلات ښه شوي، خو له طالبانو غواړي چې د صادراتو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، څو وکولای شي خپل حاصلات په مناسبو او ګټورو بازارونو کې وپلوري.
افغانستان د مناسب اقلیم له امله د تازه مېوو او سبزیو د تولید لپاره ښه شرایط لري، خو کروندګر ټینګار کوي چې د بازار موندنې او صادراتو نشتوالی لا هم د دوی له مهمو ستونزو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، شیرمحمد خاتمي، ویلي وو چې په فراه ولایت کې پر نږدې ۱۳ زره هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي او تمه ده چې سږکال به شاوخوا ۵۲۶ زره مټریک ټنه حاصل ورکړي. کروندګر وایي، که د خپلو حاصلاتو لپاره مناسب بازار پیدا نهشي، د دوی اقتصادي زیانونه به نور هم زیات شي.
لیکوال:سعید سمیر








