د ۱۵ کلنې او ۱۷ کلنې دوو خویندو د ماشومانو پر وړاندې د زورزیاتي قضیې د ایران په سنندج ښار کې یو ځل بیا د عامه افکارو پام د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالي او د زیانمنو ماشومانو د ساتنې او څارنې په برخه کې شته ستونزو ته رااړولی دی.
نارین او آیلین، چې د سنندج اوسېدونکې دي، له کلونو سختو شرایطو،جسمي او رواني زورزیاتي وروسته، بالاخره د ګاونډیانو د هڅو او د ژغورنې ادارو، د ټولنیز اورژانس او قضايي چارواکو په مداخله له دې وضعیت څخه وژغورل شوې.
د دې دوو خویندو د جسمي حالت په اړه د انځورونو او راپورونو خپرېدو په ټولنیزو رسنیو او رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي او یو ځل بیا یې د ماشومانو د ملاتړ د سیستمونو د اغېزمنتیا او د اړوندو ادارو د مداخلې څرنګوالی د بحث په مرکز کې راوستی دی.
د راپورونو له مخې، د دې ماشومانو قضیه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۱۲مه نوي پړاو ته دننه شوه؛ کله چې د سنندج د حاجيآباد سیمې اوسېدونکو یو ځل بیا د دوی د وضعیت په اړه د ټولنیزو خدمتونو بېړني مرکز او اړوندو ادارو ته خبر ورکړ. د ګاونډیانو په وینا، د خوارځواکۍ، جسمي زورزیاتي،د ژوند له اساسي امکاناتو بېبرخې توب او د جبري انزوا نښې له ډېر وخت راهیسې ښکاره وې.
ځايي سرچینې وایي، سره له دې چې مخکې هم د دې ماشومانو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړل شوی و، خو بیه یې هه وضعیت ته مؤثره رسېدنه ځنډېدلې وه. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د کورنۍ پلار به په پخوانیو مراجعو کې تورونه ردول او کور ته یې د مامورینو د ننوتلو مخه نیوله، چې له امله یې د ماشومانو د ژوند د شرایطو بشپړه څېړنه نه کېده.
خو دا ځل، وروسته له هغه چې ګاونډیانو د پلار او مَیرې نشتوالی ولید، د ژغورنې او قضايي ډلې د قانوني اجازې له ترلاسه کولو وروسته کور ته دننه شول او دواړه نجونې یې په ناوړه وضعیت کې وموندلې. هغوی وروسته د عاجلې درملنې او پاملرنې لپاره روغتیايي مرکز ته ولېږدول شوې.
د کورنۍ د غړو د څرګندونو له مخې، ۱۵ کلنه نارین له جدي ټپونو سره مخ شوې ده، چې پکې د ژامې، خاصرې او ران د هډوکو ماتېدل شامل دي. همدارنګه راپورونه د سوځېدو د نښو، عفوني زخمونو، شدیدې خوارځواکۍ، کمخونۍ او نورو روغتیایي ستونزو شتون په دواړو ماشومانو کې ښيي.
د دې قضیې له رسنیز کېدو وروسته، سیمهییزو چارواکو لکه د سنندج څارنوال، والي، د کردستان د ټولنیزو چارو عمومي رئیس او د کردستان والي د موضوع د ژر تر ژره څېړنې امر کړی دی. د راپورونو له مخې، د دې ماشومانو پلار نیول شوی او مَیره یې تر قضايي تعقیب او محدودیتونو لاندې ده.
مسوولینو همدارنګه اعلان کړی چې د دې دوو خویندو له روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته به د دوی او د دوی مور لپاره یو استوګنیز کور برابر شي.
دا قضیه یو ځل بیا د خطر سره مخ ماشومانو د ملاتړ موضوع او د کورني تاوتریخوالي د راپورونو په وړاندې د بنسټونو د چټک غبرګون اړتیا د عامه افکارو په مهم بحث بدله کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایی








