TOOSnews
اعلان
په کابل کې د مطبوعاتو د آزادۍ  د نړیوالې  ورځې غونډه کې ښځینه خبریالانو د پردې تر شا ګډون وکړ.
افغانستانټوس نیوز

په کابل کې د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې غونډه کې ښځینه خبریالانو د پردې تر شا ګډون وکړ.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د «افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه» د «د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې» په مناسبت په کابل کې یوه ناسته جوړه کړه، چې په کې د طالبانو ځینې چارواکي، د رسنیو مسؤلین او خبریالان حاضر وو.

ځینې خبریالانو چې په دې ناسته کې برخه اخیستې، وايي چې د ښځینه خبریالانو شمیر هم حاضر وو، خو د پردې تر شا او د نارینه خبریالانو څخه جلا ناستې وې.

ببرک احساس چې په دې ناسته کې حاضر و، ویلي دي چې د ښځو او نارینه وو تر منځ پرده ایښودل شوې وه او ښځینه خبریالانې د دې پردې شاته ناستې وې.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي دي چې په دې ناسته کې حیات‌الله مهاجر فراهی، خبیب غفران او عبدالمتین قانع حضور درلود. همدارنګه د ځینو رسنیو مسؤلینو لکه طلوع‌نیوز، آریانانیوز، یک ټلویزیون، پژواک خبري آژانس، کلید ګروپ، خامه‌پرس، راډیو بیګم او شمشاد راډیو او ټلویزیون ګډون کړی و.

دغې ادارې د ډېرو نارینه ګډونوالو نومونه خپاره کړي، خو د هېڅ ښځینه خبریالې نوم یې په ځانګړې توګه نه دی یاد کړی.

له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، د ښځینه خبریالانو پر فعالیت یې پراخ بندیزونه لګولي دي. د دې بندیزونو له جملې څخه ویل شوي چې ښځینه خبریالان باید د ټلویزیوني برنامو پر مهال تور ماسک واغوندي.

نویسنده:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.