TOOSnews
اعلان
په پنجاب كې ١١ افغان ډاكټران او د طب زده كوونكي نيول شوي.
نړۍټوس نیوز

په پنجاب كې ١١ افغان ډاكټران او د طب زده كوونكي نيول شوي.

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ۱۱ افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي، چې د دغه ایالت په بېلابېلو طبي پوهنتونونو او ښوونیزو روغتونونو کې یې تخصصي او طبي زده کړې کولې.

د دغو ډاکټرانو له ډلې لس تنه د بهاولپور ولسوالۍ د قائداعظم طبي کالج او بهاولپور ښوونیز روغتون کې په تخصصي زده کړو بوخت وو او همالته نیول شوي دي.

یو بل ډاکټر، نورالله، د ساهېوال ولسوالۍ له ساهېوال ښوونیز روغتون څخه نیول شوی دی. د ډاکټرانو په وینا، نوموړی هغه مهال ونیول شو چې په عملیاتي خونه کې و، له هغه ځایه وایستل شو او پولیسو له ځان سره یووړ.

د نیول شویو ډاکټرانو نوملړ، د نیولو ویډیوګانې او انځورونه هم ترلاسه شوي دي.

ډاکټران وایي، دوی د پنجاب ریزېډنسي پروګرام له لارې په قانوني ډول پاکستان ته تللي او په تخصصي زده کړو بوخت دي، خو د ویزو د مودې له پای ته رسېدو وروسته، سره له دې چې د ویزو د نوي کولو لپاره یې ټول قانوني اسناد سپارلي، تر اوسه یې ویزې نه دي تمدید شوي.

د دوی په وینا، د نیولو پر مهال پولیسو یوازې دومره ورته ویلي چې د لوړپوړو چارواکو له خوا ورته امر شوی چې افغان وګړي ونیسي.

د پنجاب ایالت د اطلاعاتو له ویاندې عظمي بخاري څخه د دې نیونو په اړه د نظر غوښتنه شوې، خو هغې تر اوسه څه ځواب نه دی ورکړی.

دا نیونې داسې مهال شوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جون په ۲۸مه په یوه اعلامیه کې ایالتي حکومتونو ته لارښوونه کړې وه چې د جولای له ۱۰مې وروسته هغه افغان وګړي ونیسي چې د استوګنې قانوني اسناد ونه لري یا یې د ویزې موده پای ته رسېدلې وي.

خو دغو ډاکټرانو ویلي، له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته افغان محصلان تر زیات فشار لاندې دي او د دوی ویزې نه تمدیدېږي.

دوی ټینګار کړی چې تخصصي او طبي زده کړې یې باید نیمګړې پاتې نه شي او د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي. همداراز یې پر طالبانو غږ کړی چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د دوی د ویزو او زده کړو ستونزې هوارې کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.