د کاناډا د فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام د ګروپي پړاو سیالیو په دوام کې په یوه برلاسې او جنجالي لوبه کې د قطر ملي لوبډلې ته د ۶-۰ په توپیر درنه ماته ورکړه.
دغه لوبه د «بي» ګروپ په چوکاټ کې د جمعې ورځې د سهار په مهال، د غبرګولي په ۲۹مه، د کاناډا د ونکوور ښار کې ترسره شوه او له ګڼو جنجالي پېښو سره مل وه چې د لوبې پر وروستۍ پایلې یې مستقیم اغېز وکړ.
په داسې حال کې چې کاناډا له خپل سیال څخه ۲-۰ مخکې وه، د قطر لوبغاړی همام الامین د لوبې په ۳۳مه دقیقه کې د کاناډا پر یوه لوبغاړي له شا سخت ټیکل وکړ او د سیالۍ د داور له خوا یې مستقیم سور کارت ترلاسه کړ. له دې اخراج وروسته قطر لس کسیزه لوبې ته دوام ورکړ او د لومړۍ نیمایي تر پای ته رسېدو مخکې یې درېیم ګول هم وخوړ، څو د ۳-۰ په ماتې سره د لوبغاړو د بدلولو خونې ته ولاړ شي.
په دویمه نیمایي کې د قطر لپاره وضعیت لا پسې ستونزمن شو. عاصم مادیبو د لوبې په ۵۱مه دقیقه کې د کاناډا پر لوبغاړي اسماعیل کونه سخت فاول ترسره کړ چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شو. د لوبې داور د پېښې له ارزونې وروسته مادیبو ته هم مستقیم سور کارت ورکړ او له لوبغالي یې وایست.
د اسماعیل کونه ټپ دومره شدید و چې پښه یې ماته شوه او د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو. دې پېښې د لوبې د اوږدې مودې ځنډ او د کاناډا د لوبغاړو او روزنیز ټیم د اعتراضونو لامل هم شوه.
قطر چې له دې پېښې وروسته په ۹ لوبغاړو لوبې ته دوام ورکاوه، د سیالۍ بشپړ کنټرول یې له لاسه ورکړ او درې نور ګولونه یې هم وخوړل، څو د خپل تاریخ له تر ټولو درنو ماتو څخه یوه تجربه کړي.
د کاناډا بریدګر جاناتان لین په دې لوبه کې هټریک وکړ او خپل نوم یې د نړیوال جام په تاریخ کې د لومړي کوربه هېواد د لوبغاړي په توګه ثبت کړ چې په دغو سیالیو کې یې هټریک ترسره کړی وي.
کاناډا د دې بریا په ترلاسه کولو سره ۴ امتیازونه خپل کړل او د مثبت ۶ ګولونو تفاضل له امله د سویس څخه پورته د «بي» ګروپ د جدول سر ته وخته او د حذفي پړاو ته د رسېدو چانس یې د پام وړ زیات شو.
کاناډا په خپلې لومړۍ لوبه کې له بوسنیا او هرزېګوینا سره ۱-۱ مساوي کړې وه. قطر هم په خپلې لومړۍ لوبه کې د سویس پر وړاندې د ۱-۱ مساوي پایلې سره درېدلی و.
د قطر ملي لوبډله له دې ماتې وروسته د یوې نمرې په لرلو او د منفي ۶ ګولونو په تفاضل د «بي» ګروپ د جدول په وروستي مقام کې پاتې شوه.
لیکواله:سلیمه آریایي








