TOOSnews
اعلان
د ۲۰۲۶ نړیوال جام، د تاریخ تر ټولو ستر نړیوال جام د لوړو ټکټ بیو او کمې علاقمندۍ تر سیوري لاندې.
ورزشټوس نیوز

د ۲۰۲۶ نړیوال جام، د تاریخ تر ټولو ستر نړیوال جام د لوړو ټکټ بیو او کمې علاقمندۍ تر سیوري لاندې.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام به د ۴۸ ملي لوبډلو، ۱۰۴ سیالیو او د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب سره د دې سیالیو په تاریخ کې تر ټولو لوی پړاو وي، د یوې نوې سروې پایلې ښيي چې په امریکا کې، چې د کوربه هېوادونو تر ټولو لوی بازار بلل کېږي، عامه لېوالتیا لا هم محدوده ده.

د دغې سروې له مخې، نږدې دوه پر درېیمه برخه امریکایانو ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالۍ به تعقیب نه کړي. په مقابل کې، یوازې ۱۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې د دغو سیالیو د لیدو لپاره جدي لېوالتیا لري.

د سروې پایلې څرګندوي چې د پراخو ابعادو او سترو پانګونو سره سره، نړیوال جام لا هم د امریکا د ټولنې د یوې لویې برخې لپاره یو بهرنی ورزشي رویداد ګڼل کېږي او تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دې هېواد د مشهورو کورنیو ورزشونو ځایګی ننګولی شي.

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د فوټبال محبوبیت زیات شوی او نړیوال ستوري، لکه لیونل میسي، د امریکا مسلکي لیګ ته جذب شوي دي، ګڼ شنونکي باور لري چې په امریکا کې د نړیوال جام جذابیت لا هم تر ډېره د کډوالو ټولنو او دودیزو فوټبال مینه‌والو پورې تړلی دی.

راپورونه ښيي چې د پانګونې د کچې او د عامه علاقې ترمنځ واټن د دې سیالیو د سوداګریزو، اعلاني او رسنیزو عوایدو په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.

د پیو څېړنیز مرکز هم په خپل راپور کې یادونه کړې چې د عامې لېوالتیا کچه ښايي د سیالیو تر پیل پورې بدلون ومومي. دغه مرکز د ۲۰۲۳ کال یوې سروې ته اشاره کړې چې له مخې یې امریکایي فوټبال د ۵۳ سلنه یې په ملاتړ کې د لویانو ترمنځ تر ټولو محبوب ورزش و، په داسې حال کې چې یوازې ۳ سلنې یې فوټبال خپل د خوښې ورزش بللی و.

په ورته وخت کې، ځینو اقتصادي راپورونو د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د ګټې په اړه شکونه څرګند کړي دي. که څه هم فیفا او د سیالیو تنظیموونکي د سلګونو زرو سیلانیانو د راتګ او د میلیاردونو ډالرو اقتصادي عوایدو خبره کوي، خو یو شمېر اقتصادپوهان باور لري چې اقتصادي ګټې به تر ډېره د ګرځندوی، هوټلدارۍ، رستورانټونو او تفریحي صنعتونو پورې محدودې پاتې شي.

د ټکټونو بیې هم د بحث یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده. د نیویارک او نیوجرسي ایالتونو چارواکو د ټکټونو د بیو د ټاکلو څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړي دي، او منتقدین خبرداری ورکوي چې د بیو لوړېدل ښايي د مینه‌والو یوه برخه له لوبغالو څخه لرې وساتي.

د دغو موضوعاتو ترڅنګ، تنظیموونکي له پراخو امنیتي ننګونو سره هم مخ دي. په ۱۶ ښارونو او درېیو هېوادونو کې د ۱۰۴ سیالیو ترسره کول د امنیتي او اجرایي ادارو ترمنځ پراخې همغږۍ ته اړتیا لري. د احتمالي ګواښونو مخنیوی، د ګڼې ګوڼې مدیریت او د میلیونونو مینه‌والو امنیت د چارواکو له مهمو اندېښنو څخه شمېرل کېږي.

سره له دې ننګونو، تنظیموونکي لا هم د دې سیالیو د اقتصادي او ورزشي بریا په اړه هیله من دي. د هیوسټن ښار د کوربتوب کمېټې اعلان کړی چې تمه لري د دغو سیالیو لپاره به له ۵۰۰ زرو څخه زیات لیدونکي امریکا ته سفر وکړي او شاوخوا ۱.۵ میلیارد ډالره اقتصادي اغېز به رامنځته کړي.

خو کارپوهان ټینګار کوي چې د مینه‌والو د ګډون کچه، د ټکټونو بیې، اقتصادي وضعیت او د نړۍ سیاسي بدلونونه به د تاریخ تر ټولو لوی نړیوال جام د وروستۍ بریا په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.