په تاجکستان کې مېشتو یو شمېر افغانانو ویلي، چې د یو افغان له لوري د یوې تاجکستانۍ مېرمنې د وژنې له پېښې وروسته شاوخوا ۲۵۰ افغانې کورنۍ نن سهار له دغه هېواده افغانستان ته اخراج شوې دي.
اخراج شوي افغانان وايي، چې دوی په تاجکستان کې خپل ډک کورونه، کاروبارونه پرېښودو ته اړ شوي او بې له کوم بشپړې چمتووالي خپل هېواد ته ګرځول شوې دي.
دوی زیاتوي، چې دغه ناڅاپي اقدام یې پر ژوند سخت منفي اغېز کړی او د خپلو اقتصادي او ټولنیزو شتمنیو له لاسه ورکولو اندېښمن دي.
لیکوال:سعید سمیر








