د مکسیکو لس کلن ماشوم ډېوېډ کاماچو د خپلې بې سارې ځیرکتیا له امله د نړۍ پام ځانته اړولی دی. ناسا ادارې دوه کاله وړاندې د هغه د ذهني وړتیا ازموینه کړې وه او د ځیرکتیا کچه یې ۱۶۲ وه، چې ویل کېږي دا د نامتو ساینسپوهانو البرټ انشټاین او سټیفن هاوکینګ له کچې هم لوړه ده.
ډېوېډ د ژبو زده کړې کې هم ځانګړی استعداد لري. نوموړی عادي ښوونځي ته نه ځي، بلکې د انلاین زده کړو له لارې د پوهنتون درسونه وایي. هغه د انګلیسي ترڅنګ هسپانوي، فرانسوي او جرمني ژبې هم زده کړي دي.
دغه نابغه ماشوم د ناسا تر روزنې لاندې دی، یو کتاب یې لیکلی او د ماشومانو د ځورونې مخنیوي لپاره یې ځانګړی اپلېکېشن هم جوړ کړی دی.
ټاکل شوې چې ډېوېډ کاماچو په نږدې راتلونکې کې د جرمني د هایل برون ستر انسټیټیوټ ته ولاړ شي او هلته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپلې زده کړې نورې هم پراخې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








