TOOSnews
اعلان
د پاکستان کوېټه کې یو پخوانی افغان نظامي وژل شوی.
نړۍټوس نیوز

د پاکستان کوېټه کې یو پخوانی افغان نظامي وژل شوی.

۲۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندهار کې سرچینې وایي، چې یو پخوانی نظامي، چې د عبدالرازق اچکزي له نږدې کسانو څخه و، د پاکستان په کوېټه ښار کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه پخوانی نظامي حاجي ورور اچکزی نومېده او په تېر حکومت کې د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې آمر و.

سرچینې وایي، حاجي ورور اچکزی د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د طالبانو له وېرې کوېټې ته تللی و او هلته یې ژوند کاوه.

د سرچینو په خبره، هغه (یک‌شنبې سهار، د زمري ۲۵مه) خپل کور ته نږدې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو له‌خوا په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه برید انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي.

د سرچینو په وینا، حاجي ورور اچکزی د کندهار د پخواني پولیس قوماندان جنرال عبدالرازق اچکزي له نږدې کسانو څخه و.

په تېرو پنځو کلونو کې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، سره له دې چې د دې ډلې مشر د عفوې فرمان ورکړی، په هېواد کې د پخوانیو نظاميانو وژنو دوام موندلی دی.

د طالبانو منتقدین دا ډله د پخوانیو نظامیانو په غچ‌اخیستونکو وژنو تورنوي، خو طالبان دا ادعا ردوي او وایي چې د دوی جنګیالي د ملا هبت‌الله فرمانونو ته ژمن دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.