د هرات د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د یوه سړي د وژنې په تړاو د وژل شوي کس مېرمن او دوه نور نارینه نیول شوي دي.
د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني «راډیو پولیس» ته ویلي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې د دغه سړي په وژنه کې خپل لاس لرل منلي دي.
د حسيني په وینا، اسماعیل نومی یو سړی د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۴مه، د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د ګذر جي۷ له سیمې څخه د یوه موټر د سپرلیو له خوا تښتول شوی و.
هغه زیاته کړې، چې د اسماعیل کورنۍ دوه ورځې وروسته طالبان د هغه د ورکېدو له موضوع څخه خبر کړل او د نوموړي د موندلو لپاره لټون پیل شو. د تحقیقاتو او لټونونو په پایله کې د اسماعیل جسد د ګذرې ولسوالۍ اړوند د ملا اسفند غره له سیمې څخه وموندل شو.
حسيني ویلي، چې مسعود او سیفالرحمان نومي دوه کسان د دې پېښې په تړاو نیول شوي دي. د هغه په وینا، هغه موټر چې د اسماعیل په تښتولو کې کارول شوی و، هم د دغو دوو کسانو د نیولو پر مهال د هغوی له کوره ضبط شوی دی.
د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او د تحقیقاتو په ترڅ کې څرګنده شوې، چې د اسماعیل مېرمن هم په دې پېښه کې لاس لري.
اوس د وژل شوي کس مېرمن او دوه نور نارینه په توقیف کې دي او د دې وژنې د څرنګوالي او په پېښه کې د نیول شویو کسانو د رول په اړه تحقیقات دوام لري.
د حسيني په وینا، د وژل شوي کس مېرمن هم په لومړنیو تحقیقاتو کې د خپل مېړه په وژنه کې د مسعود او سیفالرحمان لاس لرل تایید کړي او د کورنیو اختلافاتو د شتون په اړه یې هم معلومات ورکړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








