د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر، عبدالمنان عمري، د کارګرو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې نړيوال باید د کارګرو موضوع سیاسي نه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د کارګرو ستونزې باید د بشري او مسلکي اصولو له مخې حل شي، نه دا چې د سیاسي موخو لپاره وکارول شي. د هغه په وینا، کارګر د ټولنې مهم قشر دی او د هغوی حقونو ته پاملرنه د هر نظام مسوولیت دی.
عمري د کارګرو د ټولنې پرانیستې ته په اشاره زیاته کړه: «دغه ټولنه به د کارګرو د حقونو ساتنې مرجع وي» او د کارګرو د ملاتړ او ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته کوي.
هغه همداراز له نړيوالو بنسټونو وغوښتل چې د کارګرانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره له سیاسي چلند پرته همکاري وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








