د ملي مقاومت جبهې سرچینې وایي چې عبدالله خنجاني د دې جبهې د ستراتیژیکو اړیکو مسؤل او ویاند ټاکل شوی دی.
د سرچینو په وینا، ښاغلي خنجاني په عین حال کې د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر د رئیس په توګه هم خپلې چارې پرمخ وړي.
سرچینو د پنجشنبې، د غویي ۱۷ مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې له دې وروسته د ملي مقاومت جبهې رسمي موقفونه یوازې د احمد مسعود، د دې جبهې مشر، او عبدالله خنجاني، د جبهې د ویاند له لوري اعلانېږي.
ملي مقاومت جبهې هڅه کړې چې د په افغانستان کې دننه د نظامي فعالیتونو ترڅنګ، خپلې سیاسي چارې هم په بهر کې پراخې کړي او په نړیواله کچه فعال حضور ولري.
دې جبهې ویلي چې د دې فعالیتونو هدف، د سیاسي تعاملاتو زیاتول او د طالبانو د نړیوالو غونډو په ډګر کې له ننګونو سره مخ کول دي.
عبدالله خنجاني د ۱۴۰۳ کال د وږي په میاشت کې د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو د رئیس په توګه ټاکل شوی و. هغه مخکې د افغانسنان پخواني حکومت کې د سولې چارو په وزارت کې د مرستال په توګه دنده لرله.
لیکواله:سلیمه آریایي








