TOOSnews
اعلان
د افغانستان ورزشکاران د جنوبي اسیا په سیالیو کې د ۱۰ مډالونو په ګټلو سره وځلېدل.
ورزشټوس نیوز

د افغانستان ورزشکاران د جنوبي اسیا په سیالیو کې د ۱۰ مډالونو په ګټلو سره وځلېدل.

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د بدن‌جوړونې او فټنس ملي لوبډلې د سویلي آسیا د شپاړسم پړاو سیالیو کې د ۳ سرو زرو مډالونو، ۳ د سپینو زرو مډالونو، ۴ د برونزو مډالونو او ۲ څلورم مقامونو په ګټلو سره د نارینه‌وو په برخه کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان ورزشکارانو د دغو سیالیو په ترڅ کې د ۲ قضاوتي سندونو ترلاسه کولو بریا هم خپله کړه، چې د دې سیالیو له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.

د سویلي آسیا شپاړسم دور سیالۍ د ۸ هېوادونو د استازو په ګډون د بوتان په کوربه‌توب ترسره شوې، او افغان ورزشکارانو پکې د پام وړ ښه فعالیت وښود.

د افغانستان ملي لوبغاړي دا ویاړ په داسې حال کې ترلاسه کوي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال په پاتې برخه کې په آسیايي او نړیوالو سیالیو کې هم د افغانستان استازیتوب وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.