TOOSnews
اعلان
یو افغان وګړی په سکاټلنډ کې د جنسي تېري په تور په ۷ کاله بند محکوم شوی.
نړۍټوس نیوز

یو افغان وګړی په سکاټلنډ کې د جنسي تېري په تور په ۷ کاله بند محکوم شوی.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بریټانیا رسنیو راپور ورکړی چې ۳۶ کلن افغان عبدالنبي‌زاده په سکاټلنډ کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په جرم په اووه کاله بند محکوم شوی دی.

د بي‌بي‌سي د انګلیسي څانګې د راپور له مخې، نبي‌زاده د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې، هغه مهال چې یوې ۱۹ کلنې ښځې د اډینبورګ له یوې مېلمستیا وروسته په خپل موټر کې کور ته رسولې، د موټر دننه پرې جنسي تېری کړی دی.

نبي‌زاده، چې مخکې یې په افغانستان کې د بریټانیا، ډنمارک او امریکا له پوځي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی و، پر ځان لګېدلی تور رد کړی دی. هغه ادعا کړې وه چې د خپل حضور په سیمه کې د چاودېدونکي توکي له چاودنې وروسته د رواني فشار له اختلال سره مخ شوی دی.

خو د سکاټلنډ د عالي محکمې هیئت منصفه د تېرې میاشتې په ترڅ کې هغه په متفقه توګه مجرم وپېژانده. قاضي جان موریس، کې سي، د سزا د اعلان پر مهال وویل چې نبي‌زاده په دې جرم سره «له باور څخه په خورا ناوړه ډول خیانت» کړی دی.

د محکمې د راپور له مخې، قرباني د ۲۰۲۱ کال د نومبر پر ۱۳مه، له خپلو ملګرو سره تر شپې تېرولو وروسته، په داسې حال کې چې نشه وه، د اډینبورګ په موریسن سړک کې د نبي‌زاده موټر ته پورته شوه. هغې محکمې ته ویلي چې فکر یې کاوه نبي‌زاده به یې کور ته ورسوي.

دې ښځې په محکمه کې وویل چې نبي‌زاده د لارې په اوږدو کې څو ځله له هغې څخه د جنسي اړیکې غوښتنه وکړه، خو هغې هر ځل مخالفت وکړ. د هغې په وینا، هغې نبي‌زاده ته ویلي وو چې ملګری لري.

د محکمې د وړاندې شویو شواهدو له مخې، نبي‌زاده وروسته دغه ښځه د پورتوبېلو ترڅنګ د جوپا یوې ګوښه سیمې ته بوتله. قرباني وویل چې نبي‌زاده یې ټیلیفون واخیست او له شخړې وروسته یې د موټر دننه پرې جنسي تېری وکړ.

دې ښځې محکمې ته هم ویلي چې وروسته وتوانېده چې له موټر څخه ووځي او د یو څه وخت لپاره په بوټو کې پټه شوه. وروسته یې پېښه له خپل یوه خپلوان سره شریکه کړه.

نبي‌زاده، چې د څلورو ماشومانو پلار دی، د اډینبورګ په پیلتن سیمه کې اوسېده. هغه په ۲۰۱۶ کال کې بریټانیا ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد د تابعیت لپاره غوښتنلیک ورکړی و.

هغه له افغانستانه تر وتلو مخکې د خیاط په توګه کار کاوه، خو له دې سره یې له پوځي ځواکونو سره هم همکاري کوله. نبي‌زاده له فارسي څخه پښتو، اردو او عربي ژبو ته ژباړې کولې.

د نبي‌زاده مدافع وکیل، ډېوېډ ټېلر، د سزا له اعلان مخکې محکمې ته وویل چې موکل یې د صادرې شوې سزا له امله «له هېواده د شړل کېدو له خطر سره مخ دی».

محکمې په پای کې نبي‌زاده د جنسي تېري په جرم په اووه کاله بند محکوم کړ.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.