TOOSnews
اعلان
په پاکستان کې افغان محصلان: سره له دې چې ویزې لرو، لا هم ټولګیو ته د ننوتلو اجازه نه راکول کېږي.
نړۍټوس نیوز

په پاکستان کې افغان محصلان: سره له دې چې ویزې لرو، لا هم ټولګیو ته د ننوتلو اجازه نه راکول کېږي.

۹ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یو شمېر افغان محصلان په پاکستان کې وايي چې سره له دې چې د پنجاب، خیبر پښتونخوا او سند د عالي محاکمو له لوري د دوی د ایستلو د درولو په اړه حکمونه صادر شوي، لا هم ځینې پوهنتونونه او طبي پوهنځي دوی ته په ټولګیو کې د ګډون او خپلو زده‌کړو د دوام اجازه نه ورکوي.

د افغان محصلانو یوه استازي ویلي چې ځینې پوهنځي د محصلانو حضور د پاکستان د طبي شورا د رسمي مکتوب له ترلاسه کولو سره مشروط کړی دی. د هغه په وینا، هغه محصلان چې ویزې یې د ډسمبر، جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې پای ته رسېږي، هم د ویزو د نه تمدید له خطر سره مخ دي.

ډاکټر دلاور خان، چې په بهاولپور کې د جناح په طبي پوهنځي کې افغان محصل دی، ویلي چې تر اوسه د افغان محصلانو د زده‌کړو د دوام لپاره کومه واحده لارښوونه نه ده اعلان شوې. هغه زیاته کړې چې په ځینو ښوونیزو مرکزونو، لکه د ملتان په نشتر طبي پوهنځي کې، د محصلانو حاضري ثبتېږي؛ خو په جناح طبي پوهنځي کې نه د هغوی حاضري اخیستل کېږي او نه هم د زده‌کړو لپاره منظم زمینه برابره ده.

صدیق شریعتي، په پاکستان کې د افغان محصلانو د ټولنې مشر، هم ویلي چې د محاکمو له حکمونو وروسته په پېښور، کراچۍ او لاهور کې یو شمېر پوهنتونونو افغان محصلانو ته اجازه ورکړې چې بېرته خپلو درسونو ته ستانه شي؛ خو وضعیت په ټولو ښوونیزو مرکزونو کې یو شان نه دی.

د شریعتي په وینا، د سند عالي محکمې هم شاوخوا ۲۰ افغان محصلانو ته په دوو پوهنتونونو کې د زده‌کړو او استوګنې د لنډمهاله دوام اجازه ورکړې ده، په داسې حال کې چې د یوه بل پوهنتون د محصلانو په قضیه کې له پاکستان څخه د وتلو حکم صادر شوی دی.

د محصلانو استازي له پاکستاني چارواکو غواړي چې ټولو پوهنتونونو ته واحده لارښوونه صادره کړي، څو محصلان، په ځانګړي ډول د طب د وروستیو کلونو زده‌کوونکي، وکولای شي خپلې زده‌کړې او ازموینې بشپړې کړي. دوی وايي چې د ویزو او زده‌کړو د دوام په اړه ناڅرګندتیا د محصلانو ترمنځ رواني فشار او پراخه اندېښنه رامنځته کړې ده.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.