TOOSnews
اعلان
د ازادۍ جبهې په لغمان کې د طالبانو پر اډو د راکټي برید ادعا کړې.
افغانستانټوس نیوز

د ازادۍ جبهې په لغمان کې د طالبانو پر اډو د راکټي برید ادعا کړې.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ازادۍ جبهې د یوې ویډیويي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په لغمان ولایت کې یې د طالبانو پر پوستو راکټي برید کړی دی.

د دغې جبهې د څرګندونو له مخې، د دوی اړوندو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ درېیمه، شاوخوا د ماسپښین په ۱:۳۰ بجو د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند د نورلام بابا درې په قولک کلي کې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی دی.

د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نښته د راکټ‌انداز او سپکو وسلو په ډزو پیل شوې او شاوخوا ۱۵ دقیقې یې دوام کړی دی.

جبهې ادعا کړې، چې په دې برید کې طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر تر اوسه نه دی څرګند شوی.

جبهې همداراز ویلي، چې د عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې او احتمالي تلفاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. همدارنګه، رسنۍ هم تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دې پېښې جزئیات په خپلواکه توګه تأیید کړي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه له هغو وسله‌والو ډلو څخه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د ځواکونو او چارواکو پر ضد د لسګونو چریکي بریدونو مسؤلیت منلی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.