د افغانستان د متحدې جبهې د جنرال سمېع سادات په مشرۍ، له افغانانو غوښتي چې له هغو پوځي مرکزونو او غونډو څخه واټن واخلي چې د طالبانو غړي پکې حضور لري.
دې جبهې په یوه اعلامیه کې چې په اېکس ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې، له کورنیو هم غوښتي چې خپل اولادونه د طالبانو له لیکو وباسي او د دې ډلې له پوځي مرکزونو او اړوندو غونډو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «پوځي مرکزونو او هېڅ ډول هغې غونډې ته مه نږدې کېږئ چې طالبان پکې حضور لري.»
جنرال سمېع سادات د دې پیغام په پای کې ویلي چې «ازادي نږدې ده»، خو په اعلامیه کې د دې څرګندونې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي چې د جبهې موخه ترې څه ده.
د افغانستان د متحدې جبهې دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بېرته رسېدو راهیسې د افغانستان بشپړ کنټرول په لاس کې لري.
د دې راپور تر خپرېدو پورې، د طالبانو چارواکو د دغو څرګندونو او د افغانستان د متحدې جبهې د غوښتنې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








