TOOSnews
اعلان
پاكستان كې مېشت د امريكا پخواني همكارانو له  امریکا غوښتي تر څو له دوی څه ملاتړ وکړي.
افغانستانټوس نیوز

پاكستان كې مېشت د امريكا پخواني همكارانو له امریکا غوښتي تر څو له دوی څه ملاتړ وکړي.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو چې د امریکا د «پي۱» او «پي۲» وېزو پړاوونه یې بشپړ کړي، د یوې غونډې پر مهال د خپلو دوسیو د بهیر د ځنډېدو او د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو پر ضد اعتراض وکړ.

اعتراض کوونکو ویلي، دوی هغه کسان دي چې پخوا یې له امریکايي ادارو او ځواکونو سره کار کړی او اوس له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي. د دوی په وینا، د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرامونو ځنډېدو هغوی له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

دغو افغانانو له واشنګټن وغوښتل چې خپلې ژمنې عملي کړي او هغه کسان هېر نه کړي چې د امریکا له ماموریت سره یې همکاري کړې وه. دوی ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د ستونزو او د پولیسو د نیونو له امله له سختو فشارونو سره مخ دي.

اعتراض کوونکو خبرداری ورکړ، که د دوی د لېږد بهیر ژر بېرته پیل نه شي، ګڼ شمېر کورنۍ به له لا ډېرو ستونزو او خطرونو سره مخ شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.