نږدې پنځه کاله وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول او ښځې او نجونې یې له زده کړو، کار او ورزش څخه محرومې کړې، د افغانستان د ښځو جلاوطنه کرکټ لوبډله تېره ورځ د انګلستان د کمبرېج په تاریخي فینرز لوبغالي کې د سیالیو ډګر ته ښکته شوه.
دغه لوبډله، چې د «افغان ښځو یوولس کسیزې لوبډلې په نوم سیالي کوي،تېره ورځ یې دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړې. لومړۍ لوبه د برېټانیا د وسلهوالو ځواکونو د ښځو له لوبډلې سره او دویمه به د کمبرېج پوهنتون د کرکټ کلب د ښځو له لوبډلې سره.
دا سیالۍ د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډلې د برېټانیا د پرمختیايي سفر مهمه برخه بلل کېږي او د ښځو د شل اوریز نړیوال جام له سیالیو سره هممهاله ترسره شوي. له همدې امله د نړۍوالو رسنیو، ورزشي بنسټونو او د بشري حقونو د ملاتړو پام یو ځل بیا د افغان ښځینه ورزشکارانو وضعیت ته اوښتی دی.
د دغو لوبو ارزښت یوازې ورزشي نه دی، بلکې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د افغان ښځو د مقاومت او د ښځو د ورزش د هویت د ساتنې سمبول هم ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ نړیواله شورا لا هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد رسمي اداره ګڼي او د نارینهوو ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي، خو د ښځو جلاوطنه لوبډله لا هم د رسمي ملي هویت له نشتوالي سره مخ ده او د کډوالو د یوې لوبډلې په توګه سیالۍ کوي.
لیکوال:سعید سمیر








