د «المجله» په نوم یوې نړیوالې رسنۍ په خپل تازه تحلیلي راپور کې ویلي، روسیه له نږدې ۳۷ کلونو وروسته یو ځل بیا افغانستان ته ستنه شوې او د طالبانو له حکومت سره یې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په موخه د دفاعي همکارۍ نوې هوکړه کړې ده.
د راپور له مخې، په ۱۹۸۹ کال کې چې د شوروي اتحاد وروستی سرتېری د امو سیند پر «دوستۍ پل» له افغانستانه ووت، ډېر کم کسان به په دې باور وو چې روسیه به په راتلونکو لسیزو کې بیا افغانستان ته راستنه شي. هغه مهال د شوروي ځواکونو وتل د مسکو لپاره یوه ستره تاریخي ماته ګڼل کېده او ګڼو شنونکو دغه جګړه د شوروي اتحاد د زوال له مهمو لاملونو څخه بللې وه.
راپور زیاتوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې هغه وخت د «کې جي بي» یو ځوان افسر و، د افغانستان جګړه د روسیې د تاریخ له تر ټولو سپکاوي ډکو تجربو څخه ګڼله. خو اوس، په داسې حال کې چې روسیه په اوکراین کې په جګړه بوخته ده او د نړۍ پام غزې او منځني ختیځ ته اوښتی، مسکو په تدریجي ډول افغانستان ته بېرته ورګرځېدلی دی.
د راپور له مخې، د روسیې او طالبانو ترمنځ د دفاعي همکارۍ نوی تړون لاسلیک شوی چې له مخې به یې طالبانو ته پوځي روزنه او تجهیزات برابرېږي. همداراز روسیه یوازینی هېواد بلل شوی چې طالبان یې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندلي دي.
شنونکي باور لري چې روسیه غواړي افغانستان یو ځل بیا د سیمهییز او اوراسیايي نفوذ د پراختیا لپاره وکاروي. د هغوی په وینا، افغانستان لا هم د روسیې، چین او لوېدیځ ترمنځ د ستراتیژیک رقابت مهم مرکز پاتې دی.
راپور د امریکا پخوانی پوځي حضور هم یادوي او وايي، لکه څنګه چې شوروي ځواکونه په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه وتلو ته اړ شول، امریکايي ځواکونه هم په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ووتل. د راپور له مخې، د امریکا ځینې پوځي او سیاسي چارواکي لا هم افغانستان د مرکزي اسیا د نفوذ لپاره مهم بولي.
د راپور په پای کې د سي آی اې پخواني افسر مېلټ بیارډن څرګندونې راخیستل شوې دي. نوموړي خبرداری ورکړی چې افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي، ځکه د دې هېواد جغرافیه او سیاسي اهمیت لا هم د نړیوالو قدرتونو د سیالیو په ډګر کې مهم رول لري.
لیکوال:سعید سمیر








