TOOSnews
اعلان
القاعده د نايجر پر هوايي ډګر او نظامي اډې د بريد مسووليت ومانه.
نړۍټوس نیوز

القاعده د نايجر پر هوايي ډګر او نظامي اډې د بريد مسووليت ومانه.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په لویدیځه افریقا کې له القاعده سره تړلې ډلې د نایجر په پلازمېنه نیامي کې پر یوه هوايي ډګر او نظامي اډې د شوي برید مسوولیت منلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه برید د پنجشنبې ورځې سهار وختي (د غبرګولي ۲۸مه) پیل شوی او شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی دی.

د نایجر حکومت په یوه اعلامیه کې چې د دولتي ټلویزیون له لارې خپره شوې، ویلي چې په برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۱ غړي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اعلامیې له مخې، حکومتي ځواکونو برید په شا تمبولی، ۲۲ بریدګر یې وژلي او نږدې ۲۰ نور یې له یو شمېر وسلو سره یو ځای نیولي دي.

القاعده پورې تړلې دې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دغه ډله په مالي او بورکینافاسو کې هم فعاله ده. د راپورونو له مخې، دغې ډلې د روان کال په اپرېل میاشت کې هم په مالي کې پراخ بریدونه ترسره کړي وو، چې پکې د باماکو هوايي ډګر او یو شمېر پوځي اډې په نښه شوې وې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.