علي بلال، د افغانستان د بدن جوړونې اتل، د خپلو سیالانو په ماتولو سره وتوانېد چې د امریکا د معتبرې «نیویارک پرو» سیالیو اتلولي تر لاسه کړي. هغه په یوې نږدې او سختې سیالۍ کې د برازیل «اډوان پالمیرا» ترشا کړ او د لومړۍ مقام یې خپل کړ. په دې سیالیو کې، «اډوان پالمیرا» دویم مقام ترلاسه کړ او د اندونیزیا «ایسای کسیک» دریم ځای خپل کړ.
علي بلال، چې مخکې یې هم د «نیویارک پرو» سیالیو اتلولي لرله، دا ارزښتناک لقب یې د دویم ځل لپاره خپل کړ. د هغه سیالۍ له برازیلي سیال سره د نارینه وو د فزیک په آزاده برخه کې خورا نږدې وه، او ډیرو کارپوهانو مخکې له دې چې سیالۍ پیل شي، «اډوان پالمیرا» یې د اتلولي د اصلي کاندید په توګه ګڼلی و؛ خو بلال د ځواکمنې، نږدې او بې عیبه نندارې په وړامدې کولو سره د ټولو اټکلونه بدل کړل.
دغه افغان ورزشکار په تیار بدن، متناسبو عضلاتو، عالي تعریف او لوړ باور سره په ستیج حاضر شو او د داورانو او نندارچیانو پام یې ځانته واړاو. د هغه فعالیت د نارینه وو فزیک په برخه کې د دې لړۍ د سیالیو له تر ټولو غوره نندارو څخه بلل شوی دی.
علي بلال مخکې هم د «ارنولد کلاسیک ۲۰۲۴» سیالیو اتلولي او د معتبرې «مسټر المپیا» سیالیو د نارینه وو د فزیک برخه کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې دوه ځله دویم مقام خپل کړی دی. هغه د «نیویارک پرو» سیالیو کې له ګډون وروسته چې د ۲۰۲۶ کال د می په ۸ مه او ۹ مه ترسره شوې، اوس د «پیتزبورګ پرو» سیالیو لپاره ځان چمتو کوي؛ دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د می پر ۱۶ مه او ۱۷ مه ترسره کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








