د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره یې په کابل کې د لیدنې پر مهال د هېواد د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې یې د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د دوامداره او خونړیو بریدونو په تړاو د افغان ولس اندېښنې له یاد برېټانیايي استازي سره شریکې کړي دي.
امرخېل ټینګار کړی، چې دغه بریدونه نه یوازې د سرحدي سیمو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې د افغانستان د ثبات او امنیت پر وضعیت هم منفي اغېز لري.
لیکوال:سعید سمیر








