د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د طالبانو ځینې مشران د عزیزي بانک له مشر میرویس عزیزي سره په فساد کې شریک دي.
صالح ویلي، د عزیزي بانک د فساد او جعلکارۍ دوسیه لا هم پرانیستې ده او ادعا یې کړې چې د دغه بانک ځینې شریکانو د جمهوري نظام پر مهال طالبانو ته مالي امکانات ورکول.
نوموړي د عزیزي بانک د برېښنا د تولید پروژه هم «رسنیزه دوکه» بللې او ویلي یې دي چې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ادعا د افغانستان د خلکو د شعور سپکاوی دی.
صالح ادعا کوي چې د عزیزي بانک د پانګونې لپاره کافي پانګه نه لري او هڅه کوي د ډبرو سکرو د ارزانه قراردادونو له لارې ګټه ترلاسه کړي.
هغه همداراز ویلي چې د عزیزي ځینې شریکان، چې د ده په وینا د طالبانو په تمویل کې ښکېل وو، تر جدي څارنې لاندې دي او په دې اړه ګڼ اسناد هم موجود دي.
تر اوسه میرویس عزیزي د امرالله صالح د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








