د نورستان ولایت د برګمتال ولسوالۍ په پچیګرام سیمه کې د کان کیندنې پر مهال د چاودنې له امله یو کانکیندونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
دا پېښه د شنبې په ورځ، د زمري په اوولسمه، د کان کیندنې پر مهال رامنځته شوې ده. ځايي سرچینو ویلي چې چاودنه د کانکیندونکو د کار پر مهال شوې، خو د دې پېښې د علت او څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د وژل شوي کس نوم غلاممحمد ښودل شوی او د کونړ ولایت د نرۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و. د ټپي شوي کس د روغتیايي وضعیت او د ټپونو د کچې په اړه هم تر اوسه نور معلومات نشته.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې تر دې وړاندې هم د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې یو کانکیندونکی د کان د نړېدو له امله تر خاورو لاندې مړ شوی و.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د کانونو او تونلونو د نړېدو له امله د کانکیندونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو ګڼې پېښې راپور شوي دي. دغه پېښې تر ډېره د غیرمعیاري کان کیندنې او په کانونو کې د اړینو خوندیتوب وسایلو او تدابیرو د نشتوالي له امله رامنځته کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








